دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 212949
پروان کې د بادرنګو حاصلات ۱۶ فیصده زیات شوي
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال به په پروان ولایت کې د بادرنګو حاصلات ۲ زره ۵۵۷ متریک ټنو ته ورسېږي.

د پروان ولایت د کرنې ر‎ئیس عبدالوهاب خیرزاد وايي، سږ کال په ۸۲۵ هکتار ځمکه کې بادرنګ کرل شوي دي.
د ښاغلي خیرزاد په خبره، تېر کال په دې ولایت کې په ۷۶۵ هکتاره ځمکه کې بادرنګ کرل شوي و چې شااوخوا ۲ زره ۱۳۰ مټریک تنه حاصلات ترې واخیستل شول.
د پروان ولایت بادرنګ په ټول هېواد کې په چارېکاري بادرنګو مشهور دي او د کابل په ګډون په بېلابېلو سیمو کې مینه‌وال لري.
https://avapress.com/vdcc0iqio2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته