دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 212952
‎ترورېزم سره مبارزې په اړه د امریکا راپور: پاکستان لا هم ترهګرو ته امن ځای دی
‎د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه تازه خپل کلنی راپور خپور کړ.
په دې راپور کې راغلي چې پاکستان لا هم د ترهګرو لپاره خوندي پټنځایونه لري او دا د دې لامل کېږي چې پر نورو هېوادونو ترې ترهګر حملې او بریدونه وکړي.
‎امریکا پاکستان تورنوي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې څنګه چې تمه کېده اقدام نه‌دی کړی، خو د افغان سولې په اړه‌یې د دې هېواد د همکارۍ ستاینه کړې.
‎خو دا چې پاکستان تر دې دمه په عمل کې له افغانستان سره خپله همکاري ثابته کړې که نه.
‎د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزارت وایي که څه هم پاکستان افغانستان ته د سولې په برخه کې ‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی، خو دا ژمنې باید په عمل کې ثابته کړي.
 
د دغه وزارت ویاند ګران هېواد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۵» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "دوی (پاکستان) موږ سره په خبرو کې هر راز چمتووالی ښودلی چې د سولې د بهیر د عملي کولو کې به له خپله اړخه همکاري کوي، د دوی دا څرګندونې د موږ لپاره امیدواروونکې دي او هیله لرو چې دا په عمل کې تطبیق او د سولې په راوستلو کې اغېزمنه تمام شي."
‎د متحده ایالاتو په دغه راپور کې په افغانستان کې د غوڅ ماتړ مأموریت په حواله راغلي چې د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نه بیا تر د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۱،۶۱۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴،۹۵۸ نور ټپیان شوي دي.
‎د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو او د حقاني شبکې په ۲۰۱۹ کال کې ترورېستي بریدونه زیات کړي، پوځیان او ملکي وکړي یې په نښه کړي دي.
‎خو طالبان بیا دا راپور ردوي.
‎د دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دوی د تېر په پرتله جګړه راکمه کړې او یوازې هلته بریدونه کوي چې پر دوی د امریکایي ځواکونو په ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو له لوري عملیات کېږي.
‎بله‌خوا بیا د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر پخواني چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان رول تر ټولو اغېزناک تمامېدای شي.
‎د دې وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوېد لودین په دې باور دی چې پاکستان د امریکا د دریځ لپاره غواړي همکاري وکړي.
 
‎‎هغه زیاته کړه: "مخکې پاکستان د افغان دولت د سولې اړوند له هڅو ملاتړ نه‌کاوه، زه شاهد یم هغه مهال چې موږ په حکومت کې و، خو اوس چې امریکا له دې بهیر نه ملاتړ کوي، دوی هم غواړي همکاري ولري دلیل‌یې هم واضح دی چې مخکې د پاکستان امنیتي نظام او سیاسي مشران‌یې د امریکا د پلان په اړه نه‌پوهېدل چې افغانستان کې پاتې کېږي که نه؟ او اوس که طالبان راشي، نو د دوی ونډه او امتیاز به‌یې په حکومت او سیاست کې څومره وي."
ښاغلی لودین وایي د پاکستان له همکارۍ پرته د افغان سولې بهیر هم نتیجه نه‌شي ورکولای.
‎په ورته وخت کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ بیا وایي تر څو چې د نړیوالو له لوري پر پاکستان فشار وارد نه‌شي دوی به د افغان سولې اړوند عملي ګامونه پورته نه‌کړي.
‎هغې زیاته کړه: "د افغانستان دولت ته په‌کار ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د پاکستان په اړه شکایت وکړي چې هغوی پرې اقتصادي بندیزونه او نور سیاسي فشارونه وارد کړي او له استخباراتي شبکو سره‌یې مقاطعه وکړي په دې کې شک نه‌شته پاکستان څنګه چې د افغانستان په جنګ کې رول لرلی شي هماغه‌شان په سوله کې یې هم ونډه اغیزمنه تمامېدای شي."
 
مېرمن بارکزۍ وایي پاکستان تر دې دمه د تمې خلاف عمل کړی او ان هغو طالبانو چې سولې ته زړه ښه کړی وو، بندیان او یا یې هم پرې فشارونه راوستلي چې په خبره‌يې یاد هېواد باید نور دغه ډول دوه‌ګونی سیاست پای ته ورسوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnx9xxak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته