روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس۴۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰زره او ۱۷۵تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ناورغۍ ۳۶ ناروغان مړه شوي او ۳۰۵ تنه روغ شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۷۵ او د روغو شویو ۱۰۱۷۴ ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غواړي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.