دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 212968
د غور ولایتي شورا غړي او مدني فعالان ادعا کوی چې د دغه ولایت ډېرو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو ته په ځنډ اعاشه رسیږي، او تیوره ولسوالۍ کې یې د څلورو میاشتو راهیسې نه ده ترلاسه کړې. دوی وروسته له هغې په یوې ناسته کې اعتراض وکړ چې د تیورې ولسوال او امنیه قومندان د اعاشې نه رسېدو له کبله د غور مرکز سره د اړیکو پریکون اعلامیه خپره کړه. سره له دې چې کورنیو چارو وزارت دوه میاشتې مخکې د پولیسو د درې وخته ډوډۍ له ښه والي خبر ورکړی وو، خو د غور د تیورې ولسوال او امنیه قومندان د خوراکي او سون توکو د نشتون له امله د دغه ولایت له مرکز سره خپلې اړېکې پرې کړې دي.

د غور د ولایتي شورا ځینو غړو او مدني فعالینو په یوې اعتراضیه ناسته کې وویل چې په تیورې ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو لپاره د اعاشې د برابرولو په برخه کې تر دې ډېره بې غوري به د دې لامل شي، څو ځینې برخې یې سقوط شي.
د ولایتي شورا غړی، عبدالبصیر قادري وايي:«هغه سرتېری چې سنګر کې وینه ورکوي او ژوند بایلي، که ډوډۍ ونلري او قومندان لاړ شي او له بازاره ورته ډوډۍ قرض کړي، دا یوه جدي ستونزه ده. تر اوسه پورې څو ځله خبرې شوې دي، خو دا ستونزه نه ده هواره شوې.‎»
همداراز د پوهنتون استاد، محمددادفر کریمي زیاتوي:«کله چې زموږ پولیسو او اردو ته به وخت معاش ورنکړل شي نو لامل کیږي چې پولیس له وسلې سره طالبانو سره یوځای شي او موږ یې شاهد هم وو.‎»
 د غور ولایت سیمه ییز مسوولین د دغو ادعاو په اړه ځواب وینې ته نه چمتو کیږي؛ خو د دغه ولایت ځینې مدني فعالین وايي، دمګړۍ د تیورې، پسابند، شهرک او ساغر ولسوالیو په ځینو سیمو او همداراز د فیروزکوه ښار په لویدیځه برخه کې جګړه روانه ده.
مدني فعال، وزیر نوراني څرګندوي:«ولسوالۍ او د مرکز شاوخوا اعاشه نلري. کله چې ولسوالان محلي ادارې ته ولاړل، قومندان موضوع وزارت ته راجع کړه.»
همداراز د غور اوسېدونکی، محمدابراهیم حاجي زاده هم وايي:«غور د غوره کدرونو سره هیڅ کله په ځواک کې ځای نه درلود او شل کاله غوریان د دولت له بې مهریو سره مخامخ دي.‎»
 د هېواد په لویدیځ کې غور ولایت له نا امنو ولایتونو شمیرل کیږي. د تیورې ولسوالۍ د هلمند له نا امنو بغران او نوزاد او همداراز د فراه ولایت له ګلستان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او د دغې ګډې پولې لرل هم د تیورې ولسوالۍ پر امنیتي وضعیت منفي اغیز کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcd9x0xjyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته