د افغان خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په همدې اړه په یو جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، د ملي امنیت د مسولینو په هلو ځلو ۳۰ وسله وال، چې له ډلې یې ۲۲ طالبان او ۸ یې د داعش غړي دي د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.
هغه وایي، یادو وسله وال له دې وړاندې د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د دولت ضد فعالیتونه کول، چې له جګړې یې لاس واخیسته او د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
والي زیاته کړه ،د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد اوومې ناحیې د غوچکو په سیمه کې د داعشیانو پر یو پټنځای عملیات ترسره کړل، چې ترې یې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي دوه واسکټونه،۶۱ په لاس جوړ شوي،چسپکي او د وسایطو ضد ماینونه، شل کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې،۱۳۳ مبایلونه،د مبایلو بټرۍ،چارجرې او سیمکارتونه، شل ریموټ کنټرول او کنډکسرې،۱۶ دانې د انتحاري واسکټونو صدفونه،۵ کیلو ګرامه مقناطیس،هندې ریکشا،بېرغ او نور توکې هم تر لاسه شوي. داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.