کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امرالله صالح ته د منسوب غږ په هکله غبرګونونه

6 سرطان 1399 ساعت 8:17

یو ۳۸ ثانیه یي غږ چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ته منسوب شوې او د ښاغلي صالح دفتر هغه "جعلي" ګڼلی، په ټولنیزو شبکو کې یې ډول ډول غبرګونونه زیږولي دي.


د هغه څه په اساس چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، پدغه ثبت شوي غږ کې د لوی لارې د پولیسو یو منسوب ته امر کیږي چې د لویې لارې په اوږدو کې د خلاف کارانو سرونه غوڅ کړي.
په ظاهره دغه صوتي پیغام هغه وخت ثبت شوی چې ښاغلی صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست و. ښاغلی صالح په ۱۳۹۷ کال کې د څو اونیو لپاره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست و، خو د جمهور رئیس محمد اشرف غني د انتخاباتي ټیم سره له پیوستون وروسته له دغه مقام څخه شا ته شو.
پدغه غږیز پیغام کې چې ادعا کیږي د ښاغلي صالح به وي د لوی لارې د پولیسو مسول ته ویل کیږي: "له والي نه مه ډاریږه، له وکیل نه مه ډاریږه...هغه چا چې په لویه لار درته (موټر) ونه درواوه، ویې وهه غوڅ سر یې زما دفتر ته راوړه، زه یې مسولیت اخلم."
که څه هم چې د ښاغلي صالح دفتر په ټولنیزو شبکو کې دغه خپور شوی غږ جعلي ګڼلی، هغه پخپله پرته له دې چې دغه غږ ته اشاره وکړي د کورنیو چارو وزارت د سرپرستۍ پر وخت د خپلو کړنو په هکله یې په فیسبوک کې یو اوږد پیغام خپور کړی دی.
په ټولنیزو شبکو کې ددغه غږیز ټیپ خپریدلو د دغو شبکو د کارونکو له خوا مختلف غبرګونونه زیږولي دي، یو شمیر یې د ښاغلي صالح ستاینه کړې او ځینو بیا ددې ډول امر کول "صحرایي محکمه" ګڼلې ده او استدلال یې کړی چې د محکمې د حکم پرته هیڅ شخص یا مقام ددې صلاحیت نلري چې داسې امر یا عمل وکړي.
امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت د څو اونیو سر پرستۍ پر وخت خبر سازه کړنې درلودې چې یو یې پولیسو ته د ډزو صلاحیت ورکول و تر څو د مجرمینو او جنایتکارو د تعقیب او نیولو پر وخت که اړتیا وي ډزې وکړي. هغه وخت هم منتقدینو د ښاغلي صالح پدغه امر انتقاد کړی و.
 


د مطلب کود: 212991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212991/امرالله-صالح-ته-د-منسوب-غږ-په-هکله-غبرګونونه

آوا
  https://www.avapress.com