د پاکستان وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا د سختو نيوکو سره مخ شوی. دا ځل يې په پارلمان کې د ترهګرې ډلې القاعده وژل شوي مشر اوسامه بن لادن لپاره د “شهيد” کلمه کارولې ده. په پاکستان کې مخالف ګوندونو او په سوشل مېډيا اکثرو خلکو په ترهګرۍ تورن بن لادن ته شهيد ويل غندلي او دا يې د عمران خان يو غېر ذمه وارانه بيان بللی. بن لادن نزدې لس کاله پخوا د امريکا په يو پټ بريد کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې وژل شوی وو.