دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 213026
دافغانستان د سینما مشهور ادا کار فقیر نبي د کورونا له امله ومړ
د هېواد د سینما پېژندل شوي لوبغاړي فقیر نبي په ۶۷ کلنۍ کې د کورونا ناورغۍ له امله په افغان جاپان روغتون کې ساه ورکړه. د هېواد د دغه نوموتي سینمايي ادا کار کورنۍ او خپلوان وايي چې هغه له درې اوونۍ راهیسې په کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کېدو له امله په روغتون کې بستر و. فقیر نبي له ۲۲ کلنۍ سینما ته مخه کړه نه یوازې په هېواد کې بلکې د هند په سینما کې هم پېژندل شوی لوبغاړی دی.

لومړنی فلم چې فقیر نبي په هغه کې ولوبېد «سیاه موی جلالي» و.
نجمه نبي د خپل پلار د مړینې په ویر کې ژاړې او اوښکې توېوي وايي:«ما فکر نه کاوه چې ما داسې پرېږدي او ولاړ شي زه او مور مې چې روغتون ته بوته تل یې پوښتنې ته تلو ویل یې چې ښه دی.»
د فقیر نبي همکار محمود شاه هاشمي وویل:«نبي فقیر د کلتور په حساب د دولت یوه پياوړې ستنه وه.»
فقیر نبي په څلویښتو فلمونو کې رول لوبولی دی چې تر ټولو غوره فلم یې د اختر مسخره هغه دی.
هغه شل کاله د هېواد په سینما او دیرش کاله د بالیووډ په فلمونو کې بېلابېل رولونه لوبولي دي.
د فقیر نبي ورور مالک مهدي هم څرګندوي:«په هندوستان کې هم په بېلابېلو فلمونو کې له ځواکمنو لوبغاړو له شاهرخ خان سره په ګوډو فلم له رېټک روشن سره په کهونا پيارهې کې رول لوبولی دی.»
سره له دې چې فقیر نبي د هېواد د سینما یو لوی هنرمند و؛ خو د هغه خپلوان وایي چې ډېر بد اقتصادي وضعیت یې درلود.
 
د فقیر نبي مېرمن بټول نبي هم وايي:«پنځه میاشتې کېږي چې د کور کرایه مو نه ده ورکړې ځکه چې د استاد معاش بندېده.»
د سینما لوبغاړی نبي تنها هم څرګندوي:«هغه کسان چې د دې چغې وهي چې موږ له هنرمند سره مینه لرو، هغه او دغه او فېسبوکونه یې له مسجونونو ډکوي نن حضور نه لري.»
وروستۍ میاشتې د هېواد د هنرمندانو لپاره له ویر ډکې میاشتې وې. ځکه له فقیر نبي مخکې په وروستیو میاشتو کې د هېواد د سینما پېژندل شويو لوبغاړو آصف جلالي، حشمت فنايي، صمد احمدي او جوان شیر حیدري له نړۍ سترګې پټې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcj8te8muqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته