خوست والي د ګډوالو چارو ریاست او د فني او حرفي زده کړو د مرکز لپاره له جوړیدونکو ودانیو لیدنه وکړه.
خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي ددې لیدنې پر مهال د یادو دو ودانیو چې دا مهال یې نیږدې د جوړیدو چارې بشپړې شوي، ستونزې له نیږدې ولیدې چې یادې ستونزې به په کتبي توګه په افغانستان کې د ګډوالو له عالي کمېشنرۍ له دفتر سره شریکې شي.
یادې دواړه ودانۍ چې په افغانستان کې د ګډوالو عالي کمېشنرۍ لخوا په مالي لګښت جوړیږي، ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.