د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامز ازادي راډیو ته وویل، د سهار په ۱۵ کمې ۸ بجې د پلچرخي په سیمه کې په یوه کورولا موټر کې د مقناطیسي بم چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې یوه ښځه او یو نارینه ووژل شول.
د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دې پېښې د انګېزې په اړه هم چارواکو څه نه دي ویلي.