دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 213069
د بغداد د امنیتي ادارو د اعلامیې له مخې، د واشنګټن په رهبرۍ د نړیوال ایتلاف ځواکونو د عراق په صلاح الدین ولایت کې د داعش وسله والو ۱۴ پټنځایونه په نښه کړي، چې په پایله کې یې اته داعشیان وژل شوي دي.


یاده دې وي چې عراقي سرتیرو له تېرې یکشنبې راهیسي له ترهګرو څخه د دغو سیمو د پاکولو عملیات پیل کړي او اوس هم روان دي.
د عراق حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له داعش ډلې څخه د موصل ښار او د دغه هېواد د پاکولو اعلان وکړ، خو اوس هم هلته په ګڼو سیمو کې داعشیان شتون لري او وخت نا وخته عراقي ځواکونه په نښه کوي.
https://avapress.com/vdcg3w9xyak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته