دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 213080
امریکا له افغانستان څخه ۴۰۰۰ زره نور سرتیري باسي
ټاکل شوې چې په دغه هېواد کې د مېشتو امریکایي سرتیرو شمېر له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راټیټ شي.
د افغان خبری آژانس د راپور له مخی، د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د سرتېرو د کمولو پلان له ناټو سازمان سره شریک کړی او هغوی یې پر دغه تصمیم خبر کړي دي.
یاد هوډ پر داسې مهال نیول کېږي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تر هوکړې وروسته تاوتریخوالی ډېر شوی او یوازې په یوه اونۍ کې ۸۰۰ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې جمهور رییس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې خبر ورکړی، که امریکایي ځواکونه له مشورې پرته افغانستان پرېږدي، د سولې روان بهیر به له ګواښ سره مخ کړي.
https://avapress.com/vdcjote8yuqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته