کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې په دوو جلا جلا بریدونو کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي

7 سرطان 1399 ساعت 14:52

په کندهار ولایت کې په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ خبریالان ته ویلي دي چې دا برید د ارغنداب ولسوالۍ د درې سیاسنګ په سیمه کې شوی دی.
امنیتي ځواکونو د ارغنداب ولسوالې د درې سیاسنګ په سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي چې درنه مرګ ژوبله يي‌ ورته اړولې ده .



د بله پلوه د کندهار ولایت د والي ویاند بیا ویلي‌ دي‌ چې په ارغنداب ولسوالۍ کې برید د ناټو ځواکونو لخوا شوی دی.
د کندهار ولایت د والي ویاند د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د ناټو په مشرۍ نړۍوالو ځواکونو په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې ۱۵ تنه طالبان مړه او ۶ تنه نور ټپيان شوي‌ دي.
پدې بیان کې راغلي‌ دي چې د کندهار ولایت په معروف  ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه نښته شوې ده چې په نتیجه کې ۶ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 213097

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213097/په-کندهار-کې-دوو-جلا-بریدونو-لسګونو-تنه-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com