کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې ماین چاودنې د بشري حقونو کمېسیون دوه کار کوونکي وژلي

7 سرطان 1399 ساعت 15:16



د افغانستان د بشري حقونوخپلواک کمېسیون وايي، د دوی دوه تنه کار کوونکي نن سهار د کابل ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون نن شنبه  په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی دغه کار کوونکي دندې ته پر لار و چې سهار ۷:۴۰ دقیقې په «بتخاک څلور لارې» کې پر موټر چاودنه شوې ده.
یاد کمېسیون ویلي که څه هم تر دې مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو زیاته کړې ده چې په دې اړه ترڅېړنو وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
د بشري حقونو کمېسیون پر خپلو کار کوونکو د چاودنې په اړه اندېښنه ښودلې.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامز هم نن سهار د یاد خبر په تائید سره وویل چې پر کورلا ډول موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پر کار کوونکي د ناڅرګندو کسانو لخوا د ماین چاودنه کیږي.
یاد کمېسیون تل د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه په هیواد کې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.
د دې ترڅنګ یې تل د جګړې د ښکېلو اړخونو لخوا ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله غندلې او په هیواد کې د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په کابل، د امریکا، بریتانیې، ایټالیا او ځینو نورو سفارتونو د بشري حقونو کمېسیون پر کار کوونکو نننۍ چاودنه غندلې ده.
په تیره یوه اونۍ ملکي تلفات
د افغانستان د ملي امنیت شورا د تیر په څېر نن شنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د ملي امنیت شورا ویلي چې یادو ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتې ده چې تر ټولو زیاته یې په تخار ولایت کې ده.
یادې شورا له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه ډډه وکړي.
وسله الو طالبانو تر دې مخکې ورته راپورونه رد کړي دي.
 


د مطلب کود: 213101

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213101/کابل-کې-ماین-چاودنې-د-بشري-حقونو-کمېسیون-دوه-کار-کوونکي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com