دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 213110
نی د افغان خبریالانو د ګواښونکي کاري وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه
افغانستان کې وروسته له دې چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له امله ۶ خبریالان مړه شول ،د رسنیو ملاتړ بنسټ نی، خبریالانو ته د پاملرنې غوښتونکی دی.
د نی اجرایي مشر مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، خبریالان ګواښونکي حالت کې کار کوي او اړتیا ده چې د کار کولو لپاره ښه شرایط ورته برابر شي.
افغانستان کې کرونا ویروس خپرېدو سره، د افغانستان رسنیو څخه د ملاتړ سازمان نی د خبریالانو د کار ګواښونکي حالت په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د نی اجرایي مشر مجیب خلوتګر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل افغانستان کې د کرونا وایروس خپرېدو څخه تر دې دمه ۶ خبریالانو خپل ژوند بایللی او ۱۲۰ نور پرې اخته او له دې ډلې یو شمېر روغ شوي دي.
هغه زیاته کړه: "تر اوسه د رسنیو ۶ کارکونکو د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي، د هغو معلوماتو په اساس چې له نورو هېوادونو څخه یې لرو دا لوړې شمېرې دي، دا مسئله د دې ښکارندويي کوي چې خبریالان تر کومه حده له خطر سره مخ دي او د کوویډ ۱۹ پر وړاندې د خبریالانو وضعیت څومره د اندېښنې وړ دی."
ښاغلي خلوتګر زیاته کړه حکومت او رسنۍ دې د خبریالانو لپاره داسې زمینه برابره کړې چې هغوي په دې ناروغۍله اخته کېدو په امان وي.
د ښاغلي خلوتګر په خبره که د کرونا ویروس له امله دخبریالانو مړینه همداسې ادامه ولري، د افغانستان رسنیزه ټولنه به زیانمنه کړي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان وايي که څه هم روغتیايی سپارښتنې پام کې نیسي خو د دې ویروس خپرېدو پر وړاندې معافیت مشکله برېښي.
خبریاله تورپیکۍ غرنۍ په دې اړه وايي: "د کرونا ویروس ډېر ګواښ خبریالانو ته متوجه دی، ځکه کله چې موږ د راپور چمتو کولو لپاره وځو، سره له دې چې روغتیایي سپارښتنې پام کې نیسو ،ماسک او دستکشې کاروو خو بیا هم د کرونا ویروس خطر سره مخ کېږي او د دې احتمال شته چې په دې ویروس اخته شو."
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تازه د بانو ټلویزیون سیاسي برخې ویانده د کرونا ویروس له امله مړه شوې ده.
افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو وروسته د رسنیو یو شمېر کارکونکي له کورونو او یو شمېر نور بیا بېلابېلو شیفټونو کې کار کوي.
همدا راز د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وايي کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټه د رسنیو مسئولینو سره په همغږۍ د کرونا ویروس خپرېدو لپاره ځیني اقدامات لاس لاندې نیولي دي.
د دې وزارت ویاند صابر مومند وايي: "کرونا وایروس سره د مبارزې کمېټې پرېکړه کړې وه چې ټولې ادارې دې دوه شیفټونو کې کار وکړي چې دا یوازې دولتي نه بلکې خصوصي ادارې هم باید په کې شاملي وې، د کرونا ویروس کمېدو لپاره باید دوه شیفټه کار وشي او د اړتیا په صورت کې کولی شي له کورونو کار وکړي."
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوويډ۱۹ تازه ۱۶۵ پېښې ثبت شوې دي.
په ټوله کې افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰ زره ۶۱۶ ته رسېږي.
د دې وزارت مسئولین وايي، په همدې موده کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ کسان مړه شوي چې له دې سره د مړینې شمېره ۷۰۵ کسانو ته او بېرته روغ شویو شمېر بیا ۱۰ زره ۶۷۴ کسانو ته رسېږي.
په ورته وخت کې اټکل شوی چې افغانستان کې په کوويډ ۱۹ اخته او د تلفاتو شمېر د رسمې شمېرو څخه لوړ دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdfs0xzyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته