ښايي دا مذاکرات د راتلوونکې جولای مياشتې په نيمايي کې پيل شي. له دې سره پر یو وخت، افغان حکومت وايي، د سولې لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي او طالبان ملامتوي چې له خپل تاوتریخوالي سره به د سولې پروسه زيانمنه کړي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي، حکومت تر اوسه شاوخوا ۴ زره طالب بنديان خوشې کړي، څو تاوتريخوالی پای ته ورسېږي او بينالافغاني مذاکرات پيل شي.
بل لور ته طالبان بيا دغو مذاکراتو ته د بشپړ چمتووالی خبر ورکوي او زياتوي چې د بنديانو پروسې تر بشپړېدو وروسته به پيل شي.
د طالبانو وياند ذبیحالله مجاهد د رویټرز خبري اژانس وروستي راپور ته په اشارې سره وايي، بينالافغاني مذاکراتو پيل لپاره شرط د بنديانو پروسې بشپړېدل دي، څومره ژر چې دا پروسه پای ته ورسېږي، هغومره ژر به مذاکرات پيل شي.
دی زياتوي، د بنديانو خلاصون پروسه کې خنډونه د بينالافغاني خبرو د ځنډېدو لامل کېږي. د چارو شنوونکي د رويټرز خبري اژانس دې راپور ته خوشبين دي او زياتوي، د سولې مذاکراتو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ د باور فضا رامنځته شوې.
د سياسي چارو شنوونکی فدا محمد نظري وايي، د سولې مذاکراتو له پيلېدو سره هممهاله که اوربند هم وشي، نو پايلې به یې مثبتې وي.
دی زياتوي چې د اوربند نهکېدو په صورت کې به جګړه زياتېږي او د مذاکراتو لپاره به د باور فضا زيانمنه شي
ومو غوښتل چې په دې اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت نظر هم واخو، خو له ډېرو هڅو سره سره بريالي نشو.
ياد وزارت څو ورځې مخکې ويلي وو چې د بنديانو د خلاصون پروسې تر بشپړېدو او تاوتريخوالي کمېدو وروسته به د بينالافغاني مذاکراتو د پيلېدو په اړه پرېکړه وشي.