د کونړ ولايت د رسنيو دفتر یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ مرستیال والي په مشرۍ د امنیتي ارګانونو د همغږۍ په غونډه وشوه.
د امنیتي ارګانونو د همغږۍ غونډه چې نن شنبه د کونړ ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار په مشرۍ ترسره شوه د امنیتي لاسته راوړنو سربېره پکې د امنیتي ساحو په پراختیا او تدابیرو خبرې وشوې.
زموږ خبریال زیاتوي؛ مرستیال والي ګل محمد بیدار په خپله پیلزه وینا کې د امنیتي لاسته راوړنو ترڅنګ د غصب او قاچاقو مخنیوي په برخو کې د امنیتي ځواکونو، ولسوالانو، عدلیي او قضایي ارګانونو هڅې د پام وړ یادې کړې او په لا پراختیا یې ټینګار وکړ.
د رسنيو دفتر ويلي؛ د ناستې په ترڅ کې د امنیتي ارګانونو مسوولینو له لوري د اونۍ په لاسته راوړنو د بحث ترڅنګ د وضعیت بهبود لپاره د نوو ګټورو امنیتي تدابیرو خبر ورکړل شو.