کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر د مشرانو جرګې رئیس سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

7 سرطان 1399 ساعت 16:30

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار سره د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړې.

ارګ یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د هېواد ولسمشر د مشرانو جرګې رئیس ته د نوموړي د مور بي بي د وفات له امله تسلیت ووایه او د ستر څښتن تعالی په دربار کې يې مرحومې ته د فردوس جنت هیله وکړه.
زمونږ خبریال زیاتوي؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، ولسمشر د مشرانو جرګې رئیس سره د هېواد د امنیتي او سیاسي وضعیت، سولې پروسې او مشرانو جرګې سره په لاهمغږۍ او هراړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.



د مطلب کود: 213116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213116/ولسمشر-د-مشرانو-جرګې-رئیس-سره-ویډیو-کنفرانس-له-لارې-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com