دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 213116
ولسمشر د مشرانو جرګې رئیس سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار سره د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد پر یو شمېر مسایلو خبرې وکړې. ارګ یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د هېواد ولسمشر د مشرانو جرګې رئیس ته د نوموړي د مور بي بي د وفات له امله تسلیت ووایه او د ستر څښتن تعالی په دربار کې يې مرحومې ته د فردوس جنت هیله وکړه. زمونږ خبریال زیاتوي؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، ولسمشر د مشرانو جرګې رئیس سره د هېواد د امنیتي او سیاسي وضعیت، سولې پروسې او مشرانو جرګې سره په لاهمغږۍ او هراړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.
https://avapress.com/vdcjvte8muqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته