کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتيا: ۱۲ دولت ضد وسله وال وژل شوي

8 سرطان 1399 ساعت 8:17


د دفاع وزارت وايي، پکتیا کې د امنیتي ځواکونو په جوابي بریدونو کې ۱۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي.
د وزارت په راپور کې راغلي:
«تیره شپه وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت دمیرزکی ولسوالۍ په ملي امنیتي ځواکونو برید کړی وو.
برید د ملي امنیتي ځواکونو لخوا د توپچي ځواک په مرسته مکمل د ناکامۍ سره مخ شوي.»

په یاده نښته کی ۱۲ تنه طالبان وژل شوې او۶ تنه ټپیان شوې.
په تاسف سره په دغه نښته کې د ملي امنيتي ځواکونو ۱ تن شهید او ۲ تنه ټپیان شوي.
طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
 


د مطلب کود: 213117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213117/پکتيا-۱۲-دولت-ضد-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com