دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 213119
امریکا د خپلو نیمایي سرتېرو د وتلو د وروستي کېدو په درشل کې ده
سي ان ان ټلوېزیون رپوټ ورکوي چې د ډونلډ ترمپ حکومت له افغانستانه د خپلو څلورو زرو سرتېرو د وروستي کېدو په حال کې دی.



دم ګړۍ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته رسېږي خو د اوسنۍ طرحې پر بنسټ چې د وروستي کېدو په حال کې دی د هغوی شمېر به ۴ زره او ۵۰۰ ته کم شي.
له دې سره به په افغانستان کې د واشنګټن د کابو دوه لسیزې جګړه په لړ کې به، په هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمېر به تر ټولو کم هغه ته ورسېږي.
خو سي ان ان رپوټ ورکوي چې د دغو ځواکونو د کموالي په اړه پرېکړه د افغان حکومت په وړاندې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالی سره تراوسه وروستۍ شوې نه ده.
په داسې حال کې چې پرېکړه وروستۍ نه ده، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر تېره اوونۍ په دې اړه د ناټو له متحدینو سره او په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره په ناسته کې سلامشوره وکړه.
د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د روان زیږدیز کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو واشنګټن ژمنه کړې چې د طالبانو د ژمنو د عملي کېدو په صورت کې به خپل سرتېري د ۱۴ میاشتو په لړ کې له افغانستان څخه بهر کړي.
د سي ان ان پر حواله که چېرې دغه څلور زره سرتېري له افغانستانه بهر شي، د افغان ځواکونو روزنیز ماموریتونه او له ترهګرۍ سره به مبارزه زیان وویني او د افغان ځواکونو ننګونې به چې د بریدونو له زیاتوالي او د مرګ ژوبلې له لوړوالی سره مخ دي له دې به ډېرې شي.  
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccs1qio2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته