کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان صادراتو پر وړاندې له پاکستان سره لارې پرانیستل شوې

8 سرطان 1399 ساعت 8:40

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي نن سهار له پاکستان سره د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارو له پرانیستو خبر ورکوي.
هېواد کې د پاکستان سفارت هم د دغه خبر په تایید سره ویلي دي چې یادې لارې د افغانستان صادراتو پرمخ پرانیستل شوې دي، او یوازې اوونۍ کې یووه ورځ(شنبه) به مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی څرګندوي چې د تورخم لار له کابو درې میاشتو تړل کېدو وروسته پرانیستل شوې ده.



یادې لارې د کرونا ویروس له خپرېدو سره د پاکستان لخوا کابو درې میاشتې د افغانستان د صادراتي توکو پر وړاندې تړل شوې وې، خو د پاکستان لخوا توکي هېواد ته را واردیدل.
د تورخم لاره کابو درې میاشتې مخکې د پاکستان لخوا د افغانستان د صادراتو پرمخ وتړل شوه، خو له کمې مودې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د دغه هېواد د صادراتو پر وړاندې پرانیستل شوه.
دا کار لامل شو چې له دوو میاشتو راهیسې د هېواد ۸۰ سلنه صادرات چې ډېره اندازه یې میوې او سبزيجات وو، انبار پاتې شي.
 


د مطلب کود: 213129

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213129/د-افغانستان-صادراتو-پر-وړاندې-له-پاکستان-سره-لارې-پرانیستل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com