دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۲
د مطلب کود : 213130
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوه تنه کارکوونکي شنبې د چنګاښ په ۷مه کابل په ختیځ سیمه کې ووژل شول. دغه کمېسیون د دې پخلی کوي چې فاطمه خلیل او جاوېد فولاد د دغه کمېسیون دوه تنه کارکوونکي په دغې چاودنه کې وژل شوي دي. فاطمه خلیل د بشري حقونو د خپلواک کمېیون د تمویلونکو د همغږۍ څانګې مسووله وه. هغه ۲۴ کلنه وه او له بهره هېواد ته راغلې وه.
جاوېد فولاد هم د چلوونکي په توګه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې کار کوه.
د کابل پولیسو په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د شنبې ورځې په سهار اته بجې د دولسمې امنیتي حوزې د څرخي پله په سیمه کې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې په دوه زرم کرولا ډوله موټر کې ځای پرځای شوی منقناطیسي ماین چاودنه وکړه.
دا دواړه خپل کاري دفتر ته د تګ په حال کې وو چې د دغه چاودنې موخه وګرځېدل.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
دا چاودنه په پغمان ولسوالۍ کې له چاودنې یوازې یوه اوونۍ وروسته کېږي، چې په هغه کې د لیکوال او شاعر اسدالله ولوالجي د کورنۍ څلور غړي ووژل شول او ځینې نور ټپيان شول.
د  مونددنې ښيي د غوايي له ۲۹ د غبرګولي تر ۳۰مې په کابل کې څه باندې ۱۲ چاودنې شوې دي چې په هغه کې څه باندې ۱۲ تنه مړه او کابو ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.
په دغې موده کې کابل کې دوه چاودنې په دوو جوماتو کې هم شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcfmmd0xw6dyya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته