د کورنیو چارو وزارت : د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د ملي امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
زمونږ خبریال زیاتوي؛ ترهګرو طالبانو تېره شپه له څو خواو په ساغر ولسوالۍ بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او پر شا تمبول شوي دي.
پدې نښته کې له خاورې او خلکو د سپېڅلې دفاع په لار کې درې سیمه ییز پولیس شهیدان شوي او درې نور ژوبل شوي دي.