د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي وروستۍ پيښه وغندله.
نوموړي دا غندنه پر خپل ټویټر کړې ده.
خلیزاد ویلي دا برید په کلکو ټکو غندي. هغه دا کار د انسانیت خلاف بللی دی.
پرون په پلازمینه کابل کې د افغانستان د بشر حقونو کمیسیون دوه غړي په یوه چسپکي ماین کې ووژل شول.
د افغانستان حکومت او بشر حقونو کمیسیون هم یاده وژنه غندلې ده.
طالبانو یاد برید رد کړی، خو بل چا یې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.