د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د روان کاري سفر په ترڅ کې تیره ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري سره وکتل او په کونړ کې د شته طبعي زیرمو، فرصتونو او خلکو غوښتنو په تړاو یې ورسره مالومات شریک کړل.
همدا راز د کونړ والي د قېمتي او نیمه قېمتي کاڼو د سوداګرو ستونزو اوارۍ، کانونو ناقانونه کیدنو مخنیوي او پانګوالو ته د قانوني فرصتونو رامنځته کېدو په برخه کې د ولایتي ادارې اقداماتو په اړه د څرګندونو سربېره له وزارت وغوښتل چې په کونړ کې د قېمتي کاڼو سوداګریز مرکز جوړيدو په برخه کې چې لا د وړاندې یې یو شمېر کارونه ترسره شوي بیړني اقدامات ترسره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د کانونو ساتنه، د غیرې قانوني کیندنو مخنیوی او پانګوالو ته قانوني فرصتونه رامنځته کیدل د وزارت مهم لومړیتوب یاد کړ او په یادو برخوکې د وزارت د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.