دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 213148
د ګمارنو لړۍ؛ د کابل پولي تخنيک پوهنتون نوي رئيس دنده پيل کړه
د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوی رئیس د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال له لوري د دې پوهنتون کارمندانو ته ور معرفي او رسماً یې په دنده پیل وکړ. د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده وویل: چې بشري قوه، رهبري او د کار وړ مدیریت او خدمت وړاندې کول د یو بنسټ له اساسي جوړښتونو څخه ګڼل کیږي او د پیاوړو او نوښتګرو رهبرانو شتون د بنسټونو د خوځښت او تحرک زمینه برابرونکي وي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال، پوهنتونونه د ټولنو د ودې خوځنده انجن وبلل او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت غواړي، د لوړو زده کړو بنسټونو په سر کې فعاله، خوځنده او با تدبیره رهبري شتون ولري.
  تر څو پوهنتونونه وکولای شي چې له یواځې زده کړه ېيز محور نسل څخه څیړنیز محور نسل ته پرمختګ وکړي.
پوهندوی شهیدزاده د کابل پولي تخنیک پوهنتون مخکیني رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ له کاري کړنو څخه ستاینه وکړه او نوي رئیس ته د مبارکي په ترڅ کې يې هیله وښوده ترڅو لا زیات پرمختګونه او لاسته راوړنې ددغه پوهنتون په برخه شي.
غونډه، پوهنوال محمد سعید کاکړ ته د هغه د کاري کړنو او زحمتونو له امله د لوړو زده کړو وزارت د ستاینلیک په ورکولو سره پای ته ورسیده.
 
https://avapress.com/vdceex8wvjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته