کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارزګان پر مرکز د طالبانو برید کې د پولیسو او طالبانو مرګ ژوبله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 سرطان 1399 ساعت 12:30

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وایي، پر ترینکوټ ښار يې د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبولی دی،خو د پوليسو یو لوړ پوړي منصبدار د جګړې پر مهال وژل شوی دی.


چارواکي وایي، تېره شپه ۹ بجې د ترینکوټ ښار پر امنیتي کمر بند وسله والو ډله ییز برید کړی چې تر سهار پوري يې دوام در لود.
د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن یکشنبه جون۲۸(چنګاښ۸) امریکا غږ ته وویل چې د افغان امنیتي قواوو له لوري د وسله والو یاده حمله پر شا تمبول شوې او په وینا یې په جګړه کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتې ده.
ده وويل:"تیره شپه د ښار په ختیځ او لوېدیځ کې د افغان قواوو پر مرکزونو وسله والو بریدونه وکړه چې له ماتي سره مخ شول پدې کې ۲ تنه وسله وال برید کوونکي طالبان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان دي دغه راز د شهرا د کنډک رئیس ارکان سمونمل ابراهیم جان وژل شوی او ۷ پوليس نور ټپیان شوي."
خو د ارزګان یوه لوړي پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وویل چې وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار په لوېدیځ کې د صوفیانو او په ختیځه برخه کې د نچین پر کمربندي پوستو بریدونه د دې لپاره کړي چي ترینکوټ ښار ته د ننوتلو لار ځان ته پرانیزي.
له تیرو ۲ اونیو راهیسې پر ترینکوټ ښار د وسله والو طالبانو د بریدونو اوازې زیاتي شوي او د سیمي لس ګونو کورنیو هم د جګړو له وېري له خپلو سیمو څخه کډوال شوي.
د ترینکوټ ښار د تالاني، زاو، چنارک، ګوګرک او ځينو نورو سیمو اوسیدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې د پيل په موخه د خپلو سیمو د پرېښودلو خبرداری ور کړی.
په ورته وخت کې د ارزګان د مدني ټولنې غړي وايي چې د دې ولایت د مرکز امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی او که حکومت د ترینکوټ ښار امنیتي حالت ته پام زیات نه کړي ممکن دا ولایت د سقوط له ګواښ سره مخ شي.
خو د ارزګان امنیه قومندان سمونوال شفیق الله سهار وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د ترینکوټ ښار لپاره خپل تدابیر لري او د هر ډول ګواښ مخنیوی به وکړي.
نوموړي امریکا غږ ته وویل:"پدې وروستیو کې کومي خبرې چې تاسي اوری دا د وسله والو تبلغاتي جګړه ده امنیتي ځواکونه پوره چمتوالی لري او د هر ډول ګواښ جواب ته چمتو دي."
څلور کاله وړاندې هم د ارزګان مرکز ترینکوټ د سقوط له ګواښ سره مخ شوی چې وروسته د بهرنیو ځانګړو ځواکونو یوه ډله هم د ترینکوټ په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوه.
خو یاد بهرني ځواکونه پنځه میاشتې وړاندې له ترینکوټ ښار څخه وتلي دي.
خپله وسله والو طالبانو د ارزګان د تیرې شپې د جګړې په اړه هم کومه تبصره نه ده کړې.


د مطلب کود: 213149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213149/د-ارزګان-پر-مرکز-طالبانو-برید-کې-پولیسو-او-مرګ-ژوبله

آوا
  https://www.avapress.com