کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې د ماشومانو د ګوزڼ ۳ پېښې ثبت شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 سرطان 1399 ساعت 12:34

روغتیايي مسئولین وايي چې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې نن یکشنبه د هلمند ولایت په رېګ ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.


په جنوب کې د پوليو پرضد د مبارزې د بېړنیو اقداماتو د مرکز مشر ډاکتر عبدالقیوم پخلا نن یکشنبه جون۲۸(چنګاښ۸) امریکا غږ اشنا ته وويل چې په ګوزڼ وهلو ماشومانو کې دوه هلکان او یوه هم انجلۍ شامله ده چې ټول د رېګ ولسوالۍ اوسیدونکې دي.
ده وويل:"د پوليو نوې پېښې ټولې په هلمند ولایت کې او بیا په یوه مشخصه سیمه یعني رېګ ولسوالۍ کې رامنځته شوي پدغو ګوزڼ وهلو ماشومانو کې یوه د ۱۳ میاشتنو په عمر ماشومه انجلۍ، یو د ۱۸ میاشتو ماشوم هلک او دریم هم د ۲۴ میاشتنو ماشوم هلک دی دوی کور په کور واکسین نه دی تر لاسه کړی."
رېګ د هلمند ولایت په جنوب کې له نا امنیه ولسوالیو څخه بلل کیږي چې د واکسین پر ضد کمپاینونه له تیرو دو کالو راهیسې پکښې کور په کور نه دي تر سره شوي.
بلي خواته د پوليو له پروګرام سره همکار مرسته کوونکې بنسټونه وايي چې په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ نوې پېښې د زرګونو نورو ماشومانو روغتیا ته لوی ګواښ رامنځته کړی.
په افغانستان کې د یونسیف د پولیو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ اشنا ته وویل چې د ګرمۍ په موسم کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې زیاته خپریږي چې دا د نویو پېښو د رامنځ ته کیدو ګواښ لا پسي زیاته وي.
ده وويل:"نوي پېښې دا ښيي چي ګوزڼ لاهم د ميلیونونو ماشومانو روغتیا ته لوی خطر دی په جنوب کې د زیاتو پېښو موجودیت ښيي چې دلته د یادې ناروغۍ موجودیت زیات دی خو کورنۍ دي پدې برخه کې له شته امکاناتو څخه د خپلو ماشومانو د وقايې لپاره ګټه واخلي."
پدې سره په جنوبي ولایتونو هلمند، کندهار، زابل او ارزګان کې د یادي ناروغۍ د ټولو پېښو شمېر ۱۶ ته لوړ شو او په ټول هیواد کې يې بیا شمېر ۲۶ ته پورته شو.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له پاتې پېښو څخه دوې یې د هیواد په ختیځ، څلور د هیواد په لودېځه حوزه، یوه پېښه د شمال د بلخ ولایت او بله پېښه هم د بدخشان ولایت کې ثبت شوې ده.
دا مهال په ټول افغانستان کې د کرونا وبا له کبله د پوليو پرضد کمپاینونه دریدلي دي خو په روغتیايي مرکزونو کې د پخوا په څېر اوس هم ماشومانو ته د پوليو پرضد واکسین عملي کیږي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي شمیرو په اساس تیر میلادي کال په دغه هېواد کې د پولیو ۲۹ پېښې ثبت شوې وې.


د مطلب کود: 213161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213161/هلمند-کې-د-ماشومانو-ګوزڼ-۳-پېښې-ثبت-شوي

آوا
  https://www.avapress.com