دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 213163
سرپل کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله
د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي سوزمه کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې غونډې د افغان ځواکونو هوايي برید پرمهال یادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند، ذبیح الله اماني نن(یکشنبې د چنګاښ په ۸مه نېټه) وايي برید تېره شپه شوی چې پایله کې یې«ډېر شمېر طالب وسله وال د څو قومندانانو سره یې» وژل شوي، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د غور پر ساغر ولسوالۍ طالبانو برید وکړ چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د یادې ډلې ۱۴ غړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
 طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0fb5frhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته