يو شمېر مخکښ فرهنګيان، ليکوال او شاعران د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې سره راټول شول او ځينې مهم فرهنګي مسايل يې تر بحث لاندې ونيول.
د لغمان د رسنیو دفتر ویلي، د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس، اورنګ صميم په شتون کې پر دې بحث وشو چې څنګه کېدی شي، فرهنګي فعاليتونه اغېزناک او په دې برخه کې له يوه نوي قوت سره خوځښت پيل شي.
د لغمان مجلې بياپيل، سمسور لغمان آنلاين مشاعره، د علمي او تاريخي سيمينارونو د موضوعاتو انتخاب او يو شمېر نور هغه موضوعات وو چې پرې تفصيلي بحث وشو.
ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دا هڅه وستايله چې د فرهنګ د غنا او د ادب او هنر د غوړېدا په خاطر يې يو نوی تحرک پيل کړی.
دوی ټينګار وکړ چې تر هر څه دمخه دې د مجلې کيفيت او محتوا ته پام وشي او له هر ډول ابتذال دې وژغورل شي. دې کار لپاره دوی په ګډه کتنپلاوی وټاکه او هيله يې وښوده چې د دوی په شتون کې به مجله تر ممکنه حده له تېروتنې او کليشې خوندي شي.
سرچینه زیاتوي؛ د سيمينارونو په اړه پرېکړه وشوه چې د مستحقو اشخاصو او مهمو موضوعاتو یو لېست به چمتو کيږي او له هماغې څخه به پر سيمينارونو کار کيږي.