دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 213169
د امریکا د کالیفرنیا ایالت په یوه لوې پلورنځي کې د ډزو په پایله کې دوه تنه ووژل شول. د افغان خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د ډزو دغه پیښه تیره شپه د کالیفرنیا ایالت د «رد بلاف» ښار د خرڅلاو په یوه لوې مرکز کې رامنځته شوي دي. عیني شاهدانو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې په دې پیښه کې د ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې ډزې شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې ددې ډزو له وجې ۲ نفر وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیس توانیدلي ترڅو ډزې کوونکې شخص هدف او له پښو وغورځوي. لا تر اوسه ددې پیښې علت او انګیزه مالومه شوي نه ده.
په امریکا کې د ډزو پیښې یو له هغه مواردو څخه دي چې زیات خلک یې قرباني شوي دي. نوشته د امریکا په کالیفرنیا کې په ډزو کې دوه تنه ووژل شول اولین بار در پشتو. پدیدار شد.
 
https://avapress.com/vdch-xniw23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته