دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 213173
حشمت الله شاهدي دا ځل له یوه بدلون سره لوبه کول غواړي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی توپوهونکی حشمت شاهدي پر خپله فیسبوک پاڼه د خپلې توپوهنې په برخه کې د بدلون خبر ورکړی دی، نوموي په خپلو خبرو کې مینه والو ته ویلي، چې دی به له ملي لوبډلې سره دا ځل له یو لوی بدلون سره یوځای شي. شاهدي چې تر ډېره په سیالیو کې د افغانستان لپاره په ویشتن ځای پاتې شوی؛ خو د کرېکټ مبصرینو ستره نیوکه پرې دا وه چې دی په ویکټ ډېر پاتې کېږي او منډې بیا هغومره نه وي چې څومره اړتیا وي.

نوموړي د کرېکټ مینه والو ته ډاډ ورکړی دی چې نه غواړي پر لوبډله بوج شي او له دې وروسته به له ښه سټرایک رېټ سره ولوبېږي.
بل لور ته حمید حسن ملي لوبډلې سره یوځای کېږي او کریم صادیق بیا له هرډول کرېکټ سره د خدای په امانۍ پرېکړه کړې ده.
حسن وروسته له هغې
له کرېکټ څخه ګوښه پاتې شو کله یې چې پښه عربی متحده اماراتو کې د لوبې پرمهال ټپي شوه. په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې ولوبېد، خو روغتیا یې ډېره ډاډمنه نه وه او د پاکستان خلاف لوبه کې کېناست.
نوموړي اوس ویلي چې دا ځل له پوره روغتیا سره لوبډلې سره یو ځای کېږي، تمریناتي کمپ کې برخه اخلي او چې نتیجه یې ښه وه، نو اسیا جام او نورو لوبو کې به د افغانستان ملا ور وتړي.
https://avapress.com/vdccm1qi12bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته