کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپل ولایت سوزمه کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې غونډې د افغان ځواکونو هوايي برید پرمهال یادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

8 سرطان 1399 ساعت 13:02



د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي سوزمه کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې غونډې د افغان ځواکونو هوايي برید پرمهال یادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند، ذبیح الله اماني نن(یکشنبې د چنګاښ په ۸مه نېټه) وايي برید تېره شپه شوی چې پایله کې یې«ډېر شمېر طالب وسله وال د څو قومندانانو سره یې» وژل شوي، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د غور پر ساغر ولسوالۍ طالبانو برید وکړ چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د یادې ډلې ۱۴ غړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
 طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 213174

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213174/د-سرپل-ولایت-سوزمه-کلا-ولسوالۍ-کې-طالبانو-پر-یوې-غونډې-افغان-ځواکونو-هوايي-برید-پرمهال-یادې-ډلې-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com