دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 213175
کرونا سره مبارزه؛ اروپايي ټولنې غونډه وکړه
وروسته له هغه چې د کرونا څپه يو ځل بيا ټوله نړۍ کې خپره شوه، اروپايي ټولنې يې په اړه ناسته وکړه. په غونډه کې د کرونا لپاره د واکسين جوړول او د معايناتو او درملنې لپاره د شپږ ميليارده ډالرو په اندازه د مرستې خبرې شوي دي. د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزلا ون دیر لین د پرونۍ نړيوالې سرمشریزې کوربنه وه، چې د نړۍ مشرانو او د موسیقۍ د برخې ځینو پېژندل شویو څېرو په کې په انلاین ډول برخه اخیستې وه. د کمېسيون يوه وياند ويلي دي، تر دې مهاله د کرونا واکسين لپاره لس ميليارده يورو بسپنه راټوله شوې ده.

 
https://avapress.com/vdcefx8wnjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته