دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 213177
تېز توپ اچوونکی حميد حسن بېرته کرېکټ ته راګرځي
د افغان کرېکټ هېر شوی او نوميالی تېز توپ اچوونکی حميد حسن وايي، بېرته کرېکټ ته راګرځي. نوموړي ويلي دي، د اسيا جام نړيوال شل اوريز جام لپاره يې تمرينات پيل کړي دي، چې تر ډېره يې ځان سيټ / برابر کړی دی. هغه وايي، کله چې پر ځان باوري شو، بېرته به لوبډلې ته ور وګرځي. د کرکټ ملي لوبډلې د فټنس روزنکی عبدالمنان مسعود وايي: “حمید حسن چمتو دی چې راتلونکو سیالیو کې ګډون وکړي” حمید حسن د ټپونو له امله د نورو لوبغاړو په څېر ملي لوبډله کې پرلپسې ونه لوبېده.
https://avapress.com/vdcguw9xuak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته