کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېز توپ اچوونکی حميد حسن بېرته کرېکټ ته راګرځي

8 سرطان 1399 ساعت 13:13

د افغان کرېکټ هېر شوی او نوميالی تېز توپ اچوونکی حميد حسن وايي، بېرته کرېکټ ته راګرځي.
نوموړي ويلي دي، د اسيا جام نړيوال شل اوريز جام لپاره يې تمرينات پيل کړي دي، چې تر ډېره يې ځان سيټ / برابر کړی دی.
هغه وايي، کله چې پر ځان باوري شو، بېرته به لوبډلې ته ور وګرځي.
د کرکټ ملي لوبډلې د فټنس روزنکی عبدالمنان مسعود وايي: “حمید حسن چمتو دی چې راتلونکو سیالیو کې ګډون وکړي”
حمید حسن د ټپونو له امله د نورو لوبغاړو په څېر ملي لوبډله کې پرلپسې ونه لوبېده.



د مطلب کود: 213177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213177/تېز-توپ-اچوونکی-حميد-حسن-بېرته-کرېکټ-ته-راګرځي

آوا
  https://www.avapress.com