دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 213187
ميدان وردګ: د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د پراختيا سلګونه پروژې پلي کېږي
د کرنې وزارت وايي، میدان وردګ کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۱۳۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د وزارت په راپور کې راغلي:
«میدان وردګو ولایت کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۱۳۹ پروژو تړونونه ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د میدان وردګو ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول.»

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمدتسل وایي، چې ددې هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د میدان وردګو ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۹ پروژې پلي کیږي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول شامل دي.
ښاغلی تسل وویل، چې د یادو پروژو له لارې په شپږو ولسوالیو کې د کچالو ۱۰۹ صفر انرژۍ سړې خونې او د پیازو ۳۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړیږي.
ددغو تړونونو په لاسلیک غونډه کې د میدان وردګو مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري وویل: «نن د خوښۍ ځای ده، چې موږ د رغونې، پرمختګ او ځان بساینې په موخه راټول شوي يو.
دا ډول پروژې د بزګرانو لپاره خورا اغېزمنې دي، دوی کولی شي پر مټ يې خپل تولیدات خوندي او مناسبه بازار موندنه ورته وکړي.» ښاغلی عمري وویل، چې د میدان وردګو سیمه ییزه اداره، هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت برنامه طرحه، د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید او د هېواد ولسمشر محمداشرف غني له خو منظور شوې وه.
دمګړۍ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې پروژې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.
ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره بزګرانو ته زرګونه ممیزخونې، د پیازو زرګونه زېرمتونونه، د کچالو زرګونه زېرمتونونه او دسارک سلګونه سړې خونې جوړیږي.
دغه راز پر زرو بڼوالو د مېوو وچوونکې ماشینونه هم وېشل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې د پروژو په پلي کولو سره لسګونه زره کسانوته لنډ مهالې دندې او په زرهاوو کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي.

 
https://avapress.com/vdch6xniq23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته