فاریاب کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش رسنیو ته وویل چې تېر ماښام د حکومت وسله والو مخالفینو د دغه ولایت قرغان ولسوالۍ پر امنیتی پوستو بریدونه وکړل چې د مخالفینو یوه د هاوان مرمۍ پر یوه کور لګېدلې.
هغه وایی چې په پایله کې یوه میرمن وژل شوې او د ماشومانو او ښځو په ګډون څلور تنه ټپیان دي.
خو فاریاب کې یوه معتبره امنیتي سرچیینه وایي چې هاوان مرمۍ د امنیتي ځواکونو لخوا توغول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.