کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۰ زره ۹۶۷ تنو ته ورسېد.

8 سرطان 1399 ساعت 17:01

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۵۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰زره او ۹۶۷ تنو ته ورسېد.



روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۵۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰زره او ۹۶۷ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکی وایي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۴ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۲۰۰۴ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۳۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۲ زره او ۶۷۸ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.


د مطلب کود: 213203

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213203/په-افغانستان-کې-د-کورونا-ویروس-مثبتو-پېښو-شمېر-۳۰-زره-۹۶۷-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com