کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار ښار په يو شمېر برخو کې د رغنيزو پروژو تطبيق پيل شوي

8 سرطان 1399 ساعت 17:14

«کندهار ښاروالي په ښار کي د رغنیزو پروژو په لړ کي د ښار د نهمي ناحیې اړوند په رهبر ګذر کي د دوو سړکونو چي لومړی سړک د ۷۸۰ متره په اوږدوالي او ۱۱ متره په بره او دوهم سړک د ۳۶۰ متره په اوږدوالي او ۸ متره په بره دی جوړیږي»


کندهار ښاروالي وايي، د ښار د نهمې ناحيې په بېلابېلو برخو کې يو شمېر رغنيزې پروژې تطبيقيږي چې اوس مهال يې کارونه پيل شوي دي.
ولايت مقام په دې اړه خپل راپور کې ويلي:
    «کندهار ښاروالي په ښار کي د رغنیزو پروژو په لړ کي د ښار د نهمي ناحیې اړوند په رهبر ګذر کي د دوو سړکونو چي لومړی سړک د ۷۸۰ متره په اوږدوالي او ۱۱ متره په بره او دوهم سړک د ۳۶۰ متره په اوږدوالي او ۸ متره په بره دی جوړیږي»
دغه راز یوه چرۍ د ۱۱۰۰ متره په اوږدوالي او بله چرۍ د ۱۸۰ متره په اوږدوالي د همدې سړکونو په امتداد جوړي سوي، چي ورسره په څنګ کي درې پلچکونه، چي یو پلچک ۱۰ پر ۱،۱ متره، دوهم پلچک ۱۱ پر ۱،۱ متره او دریم پلچک ۲۳ پر ۱،۱ متره دی، ددې سړکونو په مسیر کي جوړیږي.
ددې سړکونو د لومړۍ طبقې چاري اوس رواني دي او وروسته به یې د دوهمي او درېیمي برخي چاري چي قیریزي ته اماده ګي ده هم تر سره سي، تر څو په بنیادي توګه سره د یادي ساحې په اوسنۍ برخه کي بدلون راغلی وي.


د مطلب کود: 213205

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213205/د-کندهار-ښار-په-يو-شمېر-برخو-کې-رغنيزو-پروژو-تطبيق-پيل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com