کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په روغتونونو کې د اکسیجن کموالي ستونزه لا هم حل شوې نه ده

د صدای افغان خبری آژانس , 8 سرطان 1399 ساعت 19:03

په پلازمېنه کې د کووېډ نولس ناروغۍ په روغتونونو کې د اکسیجن د کموالي په اړه د نیوکو سربېره، لاهم ځينې روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.



د کابل په لوېدیځ کې د علي جناح روغتون کې ځينې ناروغ لرونکي وايی چې د ورځې په کمه اندازه اکسیجن غه روغتون ته رسېږي چې د ناروغانو اړتیا پرې نه پوره کېږي.
 
یوه له دغو ناروغ لرونکو عزیزه ده. هغه وايي د خپلې مور د پالنې لپاره چې په علي جناح روغتون کې بستر ده؛ له دایکندي  کابل ته راغلې ده:«اکسیجن کم رسېږي. له دې ځای چې څومره ناروغان ځي د اکسیجن د کموالي له امله ځي. موږ د اکسیجن د ترلاسه کولو لپاره جنګ کوو. له جنګ کولو سره مو د زړه وینې وخوړلې. هر ځل چې ځم اکسیجن واخلم راباندې شوک راځي؛ ناروغه کېږم. د خپلې مور پالنې ته راغلې یم خو زما وضعیت ډېر خراب دی.»
نذیر چې پلار یې په علي جناح روغتون کې بستر دی هغه هم په دغه روغتون کې د اکسیجن له کموالي شکایت لري:«خلک مري. اکسیجن نه رسېږي. که چېرې ورسېږي هغه هم کم وي. یوه ورځ نږدې وه چې مور مې د اکسیجن د کموالي له امله مړه شي.»
د دغو ټولو نیوکو سربېره د دغه روغتون مسوولان څه نه وايي.
د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن له درېیو تولید کوونکو شرکتونو سره تړول لاسلیک کړی دی. دا شرکتونه باید په ورځ کې څل۴۵۰ ډبې غاز دغه روغتون ته راوړي؛ خو د علي جناح د روغتون ځينې کارکوونکي او ډاکټران وایي چې دغه روغتون ته د ورځې شاوخوا ۱۵۰ ډبې اکسیجن لېږدول کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي:«هغه ستونزه چې په دې برخه کې شتون لري، روغتونونو ته د اکسیجن په لېږد کې ځنډ دی. د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن له تولیدونکو شرکتونو څخه هیله کوي چې اکسیجن په خپل وخت روغتونونو ته ورسوي.» 
د کوویډ نولس ډېری ناروغۍ اکسیجن ته اړتیا لري، خو اوس مهال افغان جاپان او علي جناح روغتونونه او ډېری خصوصي روغتونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله څه باندې اووه سوه تنه مړه شوي دي.
 


د مطلب کود: 213213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213213/د-کابل-په-روغتونونو-کې-اکسیجن-کموالي-ستونزه-لا-هم-حل-شوې-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com