دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۶
د مطلب کود : 213221
سولې وزارت: د بين الافغاني خبرې به راتلونکي مياشت کې پيل شي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، ټاکل شوې ده چې طالبانو سره د افغان حکومت خبرې راتلونکي جولای مياشت کې پيل شي. د ياد وزارت سلاکار عزيزالله فضلي ويلي دي، په دې اړه افغان حکومت خپل پوره چمتووالی نيولی دی.
نوموړي ويلي دي، راتلونکو دوو اوونيو کې به د سولې شورا د غړو شمېر هم بشپړ او نهايي شي.
ښاغلي فضلي همداراز وویل چې ژر به د بندیانو درېدلی بهیر پیل او نهايي شي.
د سولې لپاره چې تر بل هر وخت لار ليکه برابر شوې ده، خلک ورته ډېر هيله من دي، خو د تاوتريخوالي ډېرېدو د خلکو هيلې ټکنۍ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgxw9xqak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته