ددغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي دي چې خلیلزاد به لومړی دوحې ته ځي، له دې وروسته به اسلام اباد او بیا به د ازبګستان هېواد ته هم سفر وکړي.
د ازبکستان هېواد د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې او ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته حاضر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې د بندیانو پر خلاصون ټینګار شوی او ویلي دي چې خلیلزاد به په دې موضوع له طالبانو سره خبرې ولري.
په دې ورستیو کې افغان حکومت ویلي چې د ۵ زره طالب بندیانو خلاصون ته چمتو دی؛ خو هغه طالب بندیان نه خوشې کوي چې په لویو بریدونو او چاودنو کې یې لاس لرلی وي.
حکومت ویلي چې د خطرناکو طالب بندیانو پر ځای به نور طالب بندیان خوشې کړي.
ځینو طالب سرچینو ویلي چې دا ډله به د څو سوه تنو په خاطر د سولې خبرې ونه ځنډوي.
تمه ده چې د جولای تر نیمايي پورې د سولې خبرې په قطر کې پیل شي.
له خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرايي رييس ادم بویهلر او یوه پلاوی ملګری دی.ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي خو د اختلافاتو پر سر دا خبرې تراوسه نه دي شوي..