دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 213235
افغانستان د انساني قاچاق لپاره تر ټولو ناوړه هېواد دی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ملي اردو، پولیسو او سیمه ییزو ملېشو تر منځ د بچه بازۍ ناوړې پدیده تل شتون لرلی او هیڅکله یې د مخنیوي هڅه نده شوې. که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور سرلیک د انسان قاچاق ټاکل شوی؛ خو په کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې له اتلس کلونو د ټيټ عمره کمکیو زلمیانو د استخدام او بچه بازۍ څرګندونې رانغښتل شوي او څرګندوي: حتا د دغه راپور د چمتو کولو پر مهال د افغانستان په دولتي بنسټونو کې د بچه بازۍ او کمکیو سرتېرو د استخدام د څو مواردو په اړه خبرونه ترلاسه شوي دي. د سیمه ییزو چارواکو په وینا، یو شمېر پولیس او په ځانګړي توګه د دوی قومندانان په لیرې پرتو سیمو کې ماشومان د بچه بازۍ لپاره استخداموي. د افغانستان د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په قانون کې بچه بازي جرم پېژندل کیږي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دغه ډول کړنې د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ماشومانو د حقونو نقض بولي او ټينګار کوي، چې دولت یې باید مخه ونیسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې دغه راز لوګر ولایت ته د جنسي استفادې په موخه د ۱۶۵ ماشومانو د قاچاق ادعا، د لویې څارنوالۍ د څېړنو او پدې تړاو د شل کسانو د تورن پېژندو یادونه هم شوې ده. د امریکا بهرنیو چارو وزارت کاږي، چې د انساني قاچاق قربانیان د دوسیو بندولو په موخه جنسي رشوت ورکولو ته اړ کیږي، یا که د انساني قاچاق قضیو د افشا کولو هڅه وکړې پرې جنسي تېری کیږي او زندان ته استول کیږي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه کلني راپور په غبرګون کې څرګنده کړې، چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستو لټه شو او د کورني امنیت ریاست پولیس یې د مخنیوي په اړه کار کوي.
 
https://avapress.com/vdcbffb5srhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته