په تېرو څلیریشت ګړیو کې د هېواد په ډېرو سیمو کې د جګړو د دوام راپورونه تر لاسه شوي؛ حکومت وسلوالو طالبانو ته د ملامتیا ګوته نیسي، چې بریدونه یې ډېر کړي او طالبان بیا وايي، چې دوی په دفاعي حالت کې دي او خپل بریدونه یې شپېته په سلو کې راکم کړي دي.
اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتول ناهیلي کوونکي دي.
د دې ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې ښایي روان تاوتریخوالی د افغانانو خپلمنځي خبرې زیانمنې کړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم ویلي، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتولو اندېښمن کړی او دا تاوتریخوالی د افغانانو د خپلمنځي خبرو له شرایطو سره په ټکر کې بولي.
د افغانستان لپاره د ناتو ملکي استازی ستیفانو پونتیکورو وایي: زه د تاوتریخوالي پر زیاتوالي ډېر اندېښمن یم. ټول پوهیږو، چې دا تاوتریخوالی د زغم وړ ندی او د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د زمینې برابرولو له روحیې سره په ټکر کې دي. طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او خبرو ته کښيني.
د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر هم پر روان وضعیت اندېښمن شوی او وایي: دا د امریکا مسوولیت دی، چې حالات مدیریت کړي او ناورین ته د وردننه کیدو مخه ونیسي.
طالبانو ویلي، چې دوی په دفاعي حالت کې دي او په خپلو بریدونو کې یې شپېته په سلو کې کمی راوستی دی.
پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا ویلي؛ پو ځي عملیات دواړو خواووډېر کړي. باید حالات باوري شي او د بندیانو د خلاصون بهیر چټک شي.
د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د طالب او افغان دولت د زندانیانو په خوشې کیدو ټینګار کیږي. حکومت وايي، چې نږدې څلور زره طالبان یې خوشې کړي او طالبانو هم ویلي ،چې نږدې اووه سوه افغان سرتېري په بېلا بېلو ولایتونو کې خوشې شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)