دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 213256
حکمتیار: بین الافغاني خبرو کې هغه مهال ګډون کوو چې حزب د اپوزیسیون په توګه ومنل شي
د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو کې ګډون لپاره د اپوزیسیون په توګه د اسلامي حزب منل کیدل، حکومت ته د شرط په توګه وړاندې کړ.
حکمتیار چې نن دوشنبه یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل تر هغه بین الافغاني خبرو کې ګډون نه کوي چې اسلامي حزب په رسمي ډول د اپوزیسیون په توګه نه وي منل شوی.
هغه همداشان وویل اسلامي حزب به په هغه صورت کې د سولې خبرو کې برخه اخلي چې پوه شي دا خبرې مثبته نتیجه ورکولی شي.
سرچینې وایي ټاکل شوې ده چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د راتلونکې جولای میاشتې په جریان کې په قطر کې ترسره شي.
حکمتیار نن د خپلو خبرو په جریان کې اوسنی جوړ شوی ګډ حکومت ناکامه او د ملي یووالي د حکومت تکرار وباله.
هغه وویل تر هغې چې حکومت له دوی سره د هوکړې هر بند نه وي پلی کړی، د حزب په توګه د دغه حکومت تر مدیریت لاندې کار نکوي.
حکمتیار وویل تر اوسه د ولسمشر غني او اسلامي حزب ترمنځ د شوې هوکړې منځپاڼګه نه ده عملي شوې.
د حکمتیار په وینا لاهم د څه باندې دوه زرو حزبي بندیانو لیست د حکومت پر میز پروت دی، چې باید خوشې شوي وای.
هغه همداشان وویل چې د سولې روان بهیر کې باید څلور اړخونه چې درې یې مخکښ ټاکیزو ټیمونه او یو یې د پخواني ولسمشرحامد کرزی اړوند کسان دي، برخه واخلي او دا بهیر دغو محورونو پورې وڅرخي.
اسلامي حزب څه باندې درې کاله وړاندې له حکومت سره د سولې هوکړه وکړه، خو اوس ګیله لري چې ولسمشر غني ورسره شوو ژمنو باندې عمل نه دی کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenx8wpjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته