دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 213258
هلمند کې پر دودیزې مېلې برید مرګ ژوبله اړولې
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په یوه دودیزه مېله یا جمعه بازار کې د چاودنو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه نن دوشنبه جون۲۹(چنګاښ۹) لس بجې رامنځته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا ته پېښه تائید کړه خو زیاته يې کړه چې په اړه به يې بشپړه جزئیات او د پېښې ډول وروسته له رسنیو سره شریک شي.
ده وويل:"په یوه عننوي مېله کې چي ځايي خلک ورته جمعه بازار وايي چي بدبختانه د ولسي خلکو مرګ ژوبله رامنځته شوې دا چي پېښه د ماین چاودنو له کبله ده یاهم د توغندويي برید له کبله تر اوسه معلومه نه ده او د پېښې د څرنګوالي لپاره زموږ څېړنې دوام لري."
د پېښې سیمه د ولسوالۍ د مرکز په یوه څنډه کې موقعیت لري چي د چارواکو په وینا نه دولت او نه هم پکښې طالبان حضور لري.
په ورته وخت کې د پېښې عیني شاهدان وايي چې د جمعه بازار په نوم په یوه کتلوري سوداګریز بازار کې ولسي خلک په راکړه ورکړه باندي بوخت وو چي په منځ کې يې څو توغندۍ لګېدلي.
که څه هم د یادي ولسي مرګ ژوبلې په اړه د هلمند د والي ویاند شمېر په ډاګه نه کړ خو عیني شاهدان زیاته وي چې تر اوسه د پېښې له ځایه څخه ۱۰ جسدونه او ۱۵ هم ټپیان انتقال شوي دي.
د پېښې له سیمې څخه په لیرې فاصله کې د ملي پوځ یو مرکز فعالیت لري او لاهم سیمې ته امنیتي کسان نه دي رسیدلي.
دا له پرون ورځي راهیسې د ملکي مرګ ژوبلي دوهمه پېښه ده چي رامنځ ته کيږي.
تېره ورځ ناوخته هم د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۸ ولسي خلګ وژل شوي وو.
تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالۍ د نننۍ پېښي په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnw9x7ak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته