دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 213272
ملي اردو ځواکونو ۱۴ کړۍ ماینونه شنډ کړي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ۲۱۵ میوند قول اردو پلي جزوتامونو سنګین او واشیر ولسوالیو کې ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي. ملي اردو ځواکونو د سرک د چک و کنټرول پرمهال سنګین کې ۴ کړۍ او واشیر ولسوالۍ کې ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي. خبرپاڼه کې ویل شوي؛ ماینونه د وسله والو طالبانو لخوا په عامه لارو کې ځای پر ځای شوي ول.
https://avapress.com/vdccm1qii2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته