کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له امله د مړیو شمېر ۵۰۰۰۰۰ ته ورسېد

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1399 ساعت 13:22

په نړۍ کې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر پرون له پنځو لکو او هم پرې د اخته شویو کسانو شمېر له لس میلیونو واوښت.


دغه وضعیت یو شمېر هېوادونه دې ته اړ کړل چې د خپلو اقتصادونو د بېرته پرانیستلو په اړه غور وکړي.
پر کرونا د اخته شویو او ترې د مړو شویو کسانو د شمېر له زیاتوالي سره د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ کې په نړۍ کې پر کرونا د اخته شویو کسانو د نوي ریکارډ د ثبتولو خبرورکړ.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۸۹ زرو زیاتې نوې پیښې ثبت شوې.
د دې سازمان له خوا د یوه ورځې مخکینی ریکارډ د تېرې اونۍ په پیل کې ثبت شوی چې د اخته شویو کسانو شمېر یې له ۱۸۳ زرو زیات ښودل شوی و.
له دې داسې څرګندېږي چې پر کرونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر په نړۍ کې ورځ تربلې زیاتېږي.
د امریکا متحده ایالات چې د نړۍ په کچه د کرونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو یوه دریمه برخه دې هېواد کې ثبت شوې، یو شمېر ایالتونو یې بېرته سخت بندیزونه جاري کړي دي.


د مطلب کود: 213276

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213276/په-نړۍ-کې-د-کوویډ۱۹-ناروغۍ-له-امله-مړیو-شمېر-۵۰۰۰۰۰-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com